د کندز ولایت د خلکو ستونزې واورېدل شوې!

mobta-af
Mon, May 31 2021 3:10 PM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن غرمه په ولسي جرګه کې د کندز ولایت د خلکو له استازي ښاغلي انجینر کمال صافي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې ښاغلي صافي بېلابېلو ولایتونو ته د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم هڅې او هلې ځلې وستایلې، چې موجوده نظام او ملي امنیتي ځواکونو ملاتړ ته یې ولسونه وهڅول او دوی ته یې مثبته روحیه ورکړه دغه راز یې له محترم وزیر صاحب څخه غوښتنه وکړه، چې کندز ولایت ته هم سفر وکړي.

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم په خپلو خبرو کې وویل: ټولو ولایتونو ته زموږ د رسمي سفرونو لړۍ روانه ده دا د وزارت لومړیتوب دی، چې د خلکو منځته ورشي، ستونزې یې واوري او د حل په موخه یې له اړوندو چارواکو سره شریکې کړي او هم د نظام او ملي امنیتي – دفاعي ځواکونو ملاتړ ته خلک راوبولي.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu