د بدخشان ولایت مرکز فیض آباد ښار د ناحیو شورا د مشر او غړو ستونزې او غوښتنې واورېدل شوې!

mobta-af
Thu, May 27 2021 9:32 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن مازدیګر بدخشان ولایت ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ د دغه ولایت د فیض آباد ښار د ناحیو شورا د مشر ښاغلي ډاکټر صاحب وکیل او غړو ستونزې او غوښتنې له نږدې واورېدې.

په دې کتنه کې لومړی یادو مشرانو بدخشان ولایت ته د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر د سفر هر کلی وکړ او د موجوده نظام د ملاتړ په ترڅ کې یې خپلې یو لړ سیمه ییزې ستونزې د وزارت له مشرتابه سره شریکې او په حل لارو یې ټینګار وکړ.

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم بدخشان ولایت ته د خپل رسمي سفر د موخه په اړه معلومات وړاندې کړل او یادو مشرانو ته یې ډاډ ورکړ، چې ستونزې، وړاندیزونه، غوښتنې او سلامشورې یې به یې د حل په موخه له اړوندو مقاماتو سره شریکې کړي.

دغه راز ښاغلي محب الله صمیم د یادو مشرانو وغوښتل، چې د خپل موجوده نظام او ملي امنیتي ـ دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړي او هم په دې برخه کې ولسونو وهڅوي او دخلکو د ذهنیتونو په جوړولو کار وکړي.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu