د لغمان ولایت د مرکز او بېلابېلو ولسواليو خلکو ستونزو ته به رسيده ګي وشي!

mobta-af
Sun, May 23 2021 9:35 AM
mobta

د لغمان ولایت د مرکز او بېلابېلو ولسوالیو يو شمېر قومي مشرانو او مخورو نن د خپلو ستونزو د هوارولو په موخه د سرحدونو او قبايلو چارو له وزیر ښاغلي محب الله صمیم سره وکتل.

په دې کتنه کې لومړی قومي مشر او مخور حاجي حيات الله خان هوتک د نورو په استازیتوب، د دغه ولايت په ځينو ولسواليو کې په امنيتي او نورو ټولنيزو برخو کې خپلې شته ستونزې له محترم صميم سره شريکې کړې او د وزارت له مشرتابه څخه يې غوښتنه وکړه، چې ستونزې يې د حل په موخه تر اړوندو مقاماتو پورې ورسوي.

ورپسې ښاغلي صميم په خپلو خبرو کې لغمان مهم ولايت او خلک يې په هېواد مين وبلل، چې همېشه يې، د هېواد په پرمختګ، د تلپاتي سولي د ټينګښت او د جمهوري نظام د پايښت لپاره کار کړی دی.

محترم صمیم زياته کړه : د لغمان ولايت امنيت د دولت لپاره لومړيتوب لري او انشاالله اوس يې امنيت د ښه کېدو په لور روان دی، زه تاسو ته ډاډ درکوم، چې ستاسو د ستونزو د هوارولو لپاره به له هېڅ ډول هلوځلو څخه ډډه ونه کړم.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu