په غزني کې له يو شمېرسیمه ایزو چارواکو او مخورو سره کتنه

mobta-af
Mon, May 17 2021 10:37 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم غزني ته د خپل رسمي سفر په دویمه ورځ ددغه ولايت له یوشمېر سیمه ایزو چارواکو، مخورو او ځوانانو سره وکتل.

په دې کتنه کې لومړۍ د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ته ښه راغلاست او هرکلی وویل شو او نوموړو د نظام د ملاتړ تر څنګ خپلې یو لړ ستونزې له ښاغلي صمیم سره د حل په موخه شریکې کړې.

ورپسې ښاغلي صمیم غزني ولایت ته د خپل سفر د موخو په اړه څرګندونې وکړې، هیله یې څرګنده کړه، چې د غزني خلک به د تل په څېر له خپل نظام او ملي امنیتي ـ دفاعي ځواکونو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي او مرکزي حکومت ژمن دی، چې دغه مهم ولايت ته زياته پاملرنه وکړي.

ښاغلي صمیم د نظام او ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ د يوې لويې ولسي غونډې په جوړولوکې له دوې څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه او ډاډ يې ورکړ، چې ستونزې به یې د حل په موخو له اړوندو ادارو سره شریکې کړي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu