د ګران هېواد امنیتي او دفاعی ځواکونه، تر بل هر وخت زيات اوس د هېواد او خپلو خلکو د دفاع او ساتنې پوره وړتیا لري!

mobta-af
Sat, Apr 24 2021 9:42 AM
mobta

د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه د خپل هېواد د ساتنې او دفاع پوره صلاحیت لري، د هېواد په ګوټ ګوټ کې، د دولت وسلوالو مخالفینو پر وړاندې، په ډېرې اتلولۍ د خپل هېواد، ملي ګټو، ملي ارزښتونو او بنسټونو دفاع کوي.

دغه راز یې ولسونه، قومي مشران، دیني عالمان او مختلف قشرونه بشپړ ملاتړ کوي او ورسره همکار دي.

افغان ولس د دوی پر وړتیاوو باور لري، په هر حالت کې یې تر څنګ ولاړ دي، زموږ د ګران هېواد، د اتلو ځواکونو لیکې به تل مظبوطې وي.

دوی به هېچا ته اجازه ورنکړي چې د هېواد او ولس پر وړاندې ستونزې جوړې کړي او هېواد خدای مکړه له بحران سره مخ کړي همدا ځواک به یې پر وړاندې خپله سپېڅلې مبارزه روانه او جاري ساتي.

دا ټولو ته څرګنده شوه، چې د وسلوالو مخالفینو او متحده ایالاتو تر منځ د سولې له تړون څخه را په دې خوا د مخالفینو پر وړاندې ټول عملیاتونه افغان اتل امنیتي ځواکونه تر سره او رهبري کوي او په دې برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې هم لري.

تل دې وي زموږ اففان امنیتي او د فاعي ځواک.

محب الله صمیم

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu