د جندر د تساوې او د ښځو د مشارکت د زیاتوالي پالېسۍ په اړه د دوه ورځني ورکشاپ جوړېدل!

mobta-af
Sun, Apr 11 2021 9:35 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جندر واحد آمریت نن د روان لمریز کال د وري میاشتې پر ۲۱ مه نېټه د جندر د تساوې او د ښځو د مشارکت د زیاتوالي پالېسۍ په اړه دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ کړ، چې پکې د وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین ښاغلي الحاج محمد یعقوب احمدزي او یو شمېر ښځینه کارکوونکو برخه اخیستې وه.

د ورکشاپ په پیل کې ښاغلي الحاج محمد یعقوب احمدزي په ادارو کې د ښځو ونډه مهمه وبلله وې ویل: باید ښځو ته زیات فرصت ورکړل شي، ترڅو خپلو حقوقو ته رسیده ګي وکړي.

mobta

دغه راز ښاغلي احمدزي زیاته کړه، وزارت په پام کې لري، چې د ښځو د مشارکت د زیاتوالي پالېسۍ او د جندر د تساوی برابري په خپلو اړوندو برخو تطبیق کړي او ښځو ته په لوړو او ټیټو بستونو کې د ازادو سیالیو له لارې زیاته ونډه ورکړي، ترڅو د دوی موجودیت د وزارت په تشکیلاتی جوړښت کې محسوس شي.

دغه راز د جندر واحد آمرې اغلې خاطرې حیات په وزارت کې د ښځو په مانا لرونکي حضور باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل: یاد آمریت هڅه کوي، چې دغه پالیسي د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون سره سمه تطبیق کړي، ترڅو ښځې په ادارو کې خپل واقعي ځای ولري.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu