د بزګر ملي ورځ دې د هېواد ټولو ویاړلیو بزګرانو ته مبارک وي!

mobta-af
Tue, Mar 23 2021 9:09 AM
mobta

بزګر هغه څوک دی چې د هېواد په سمسورتیا، اقتصادي پیاوړتیا او د ځان بسیاینې په برخو کې خورا مهم رول لري.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت تل په دې هڅه کې دی چې د هېواد بزګرانو ته د هغوی په کاري چوکاټ کې غوره اسانتیاوې رامنځته کړي، چې خوشبختانه تر ډېره په دې برخه کې بنسټیز کارونه تر سره شوي دي، یو له برنامو څخه یې په دې اړوند چې خورا اړتیا ورته لیدل کېده هغه د هېواد په اکثریت ولایتونو کې بزګرانو ته د سړو خونو جوړول و چې اوس بزګران له دې څخه ښه او پر ځای ګټه پورته کوي چې دا د ځان بسیاینې او د هېواد په اقتصادي پیاوړتیا کې غوره او پر ځای ګام دی.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د هېواد له ټولو بزګرانو څخه هیله کوي، چې د نشه یې توکو پر ځای دې په خپلو ځمکو کې غنم، جوار او نور فصلونه وکري چې هم یې ځان او هېوادوالو ته ګټه ورسېږي.

محب الله صمیم

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu