د پکتیکا ولایتي شورا له رئیس او یو شمېر قومي مشرانو سره کتنه!

mobta-af
Mon, Mar 01 2021 2:57 PM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې د خپل کار په دفتر کې د پکتیکا ولایتي شورا له رئیس بختیار ګل همت او د یاد ولایت له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل.

په دې کتنه کې راغلو مشرانو د پکتیکا ولایت په موجوده ستونزو، د قومي جوړښتونو پر پیاوړتیا، ولسي بسیج او ورته نورو مهمو موضوعاتو بحث او خبرې وکړې او له وزارت سره یې د خپلو همکاریو ډاډ ورکړ.

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: تاسو مشران په خپلو سیمو کې باعزته سولې او تلپاتې اوربند ته کار وکړئ، ولوسونه سره منسجم کړئ د نظام، جمهوریت او لوړو ملي ګټو د ملاتړ لپاره یې په یو واحد صف کې متحد کړئ، ترڅو په هېواد کې مو ناخوالې ختمې او پر ځای یې د مینې او ورورولۍ ویاړلی ټغر د تل لپاره وغوړېږي.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu