زما هڅه داده، چې د ولسونو ستونزې او غوښتنې له نږدې واورم او د حل لارې چارې ورته ولټوم!

mobta-af
Thu, Feb 18 2021 10:04 AM
mobta

دغه څرګندونې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې د پکتیکا ولایت له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره د کتنې په ترڅ کې وکړې.

په دې کتنه کې راغلو قومي مشرانو او مخورو خپلې یو لړ سیمه ییزې ستونزې چې د پوهنې، روغتیا، پراختیایي پروژو د تطبیق او ورته نورو برخو کې وې د حل په موخه یې له ښاغلي صمیم سره شریکې کړې، دوی دغه راز د نظام، جمهوریت او د تلپاتې اوربند په اړه په مرکز او ولایتونو کې د لویو ولسي غونډو په جوړولو کې د وزارت د مشرتابه هڅې وستایلې او ددغه شان ولسي جرګو د جوړولو په دوام یې ټینګار وکړ.

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم د خپلو خبرو په ترڅ کې د یادو قومي مشرانو ستونزې پر ځای وبللې وې ویل: د پکتیکا ولسونو تل د نظام او لوړو ملي ګټو ملاتړ کړی او په دې برخو کې یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې ترسره کړي، دغه راز یې راغلو مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې به یې د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکې کړي.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu