قومي مشران د ملي موخو په تطبیق او ځوانان د خپلو وړتیاوو او ځواک څخه په استفادې سره د هېواد په سمسورتیا او پرمختګ کې ارزښتناک رول لوبولی شي!

mobta-af
Sat, Dec 19 2020 10:47 AM
mobta

 

دغه څرګندونې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې له یو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو سره د کتنې په ترڅ کې وکړې.

په دې کتنه کې راغلو قومي مشرانو او ځوانانو د خپلو سیمه ییزو ستونزو شریکولو ترڅنګ له موجوده نظام څخه خپل بشپړ ملاتړ څرګند او له وزارت سره یې د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم په خپلو خبرو کې په قومي مشرانو او ځوانان غږ وکړ، دا چې ځوانان د یو هېواد د ملا د تیر حیثیت لري نو باید د پوهې په تر لاسه کولو کې خپل روښانه برخلیک وټاکي او د خپل هېواد د جوړولو په اړه فکر وکړي.

همدا راز تاسي درانه مشران د ملي موخو په تطبیق او د قومونو په انسجام او ځوانان د خپلو وړتیاوو او ځواک څخه په استفادې سره د هېواد په سمسورتیا او پرمختګ کې ارزښتناک رول لوبولای شئ.

همدا راز ښاغلي صمیم زیاته کړه: له یووالي او ورورګلوۍ پرته موږ نه د سولې خاوندان کیدای شو او نه د امنیت، باید ټول سره یو ځای د خپل هېواد او خلکو لپاره کار وکړو او سیمه ییزو توپيرونو ته د پای ټکی کېږدو.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu