قومي مشران، مخور او ځوانان د سولې او ملي یووالي په ټینګښت کې رغنده رول لري!

mobta-af
Sat, Dec 05 2020 9:39 AM
mobta

دغه څرګندونې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې د بېلابېلو ولایتونو له قومي مشرانو، مخورو او ځوانانو سره د کتنې پر ترڅ کې وکړې.

په دې کتنه کې راغلو مشرانو د سرحدونو او قبایلو چارو د وزیر په توګه د ښاغلي محب الله صمیم د ټاکل کېدو له امله چې په لوړو رایو سره یې د ولسي جرګې د غړو باور ترلاسه کړ مبارکي وویله او د نوموړي هڅې یې د ستاینې وړ وبللې وې ویل: له یاد وزارت سره قومي مشران او مخور هر ډول هلو ځلو او همکاریو ته چمتو دي او خپلې تجربې به د سولې او بیا رغونې په برخو کې په کار واچوي.

mobta

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي صمیم پخپلو خبرو کي د یادو قومي مشرانو له راتګ څخه مننه وکړه وې ويل: دا مو ایماني او وجداني دنده ده، چې خپلو هېوادوالو لپاره رښتیني خدمتونه ترسره کړو، ځکه چې تاسو قومي مشران، مخور او ځوانان د باعزته سولې او ملي یووالي په ټینګښت کې رغنده رول لرئ، باور مې دادی، چې په ګډه به ستونزو ته د حل لارې چارې پیدا کړو.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu