له قومي مشرانو، مخورو او ځوانانو سره ناسته!

mobta-af
Sun, Oct 25 2020 2:47 PM
mobta

 

د سرحدونواو قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې د غزني او پکتیکا ولایتونو له یو شمېر قومي مشرانو، مخورو او ځوانانو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې راغلو مشرانو او ځوانانو د خپلو سیمه ییزو ستونزو شریکولو ترڅنګ د قومونو په یووالي او د سولې د ټینګښت په برخه کې د قومي مشرانو او ځوانانو د ونډې په اړه بحث او خبرې وکړې او له وزارت سره یې د خپلو همکاریو ډاډ ورکړ.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم د نوموړو ستونزې پر ځای وبللې وې ویل: هڅه کوم، چې د قومي مشرانو او ځوانانو په سلامشورو سره خپلې چارې پرمخ بوځم او د دوې له تجربو څخه پر ځای ګټه واخلم، ترڅو د هېواد او خلکو لپاره د ښه خدمت جوګه شم.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu