هلمند کي ديني عالمانو او قومي مشرانو د ملي امنيتي ځواکونو له سرښیندنو او مېړانو ستاینه وکړه او د تاوتريخوالي د کمښت هڅه يې د سولې لپاره یو مهم ګام وباله.

mobta-af
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۴ - ۱۳:۱۰
mobta

 

د هلمند ګڼو ديني عالمانو، قومي مشرانو او خلکو د يوې لويي غونډې پرمهال، چې د هلمند والي تورنجنرال محمدیاسین خان هم ګډون درلود، د ملي امنیتي ځواکونو د اوونۍ په لړ کې د ملي اردو، پولیسو او ملي امنيت سرتیري د ګلونو په ګېډيو او ملي بېرغونو وستایل او ملاتړ يې څرګند کړ.

د هلمند والي غونډې ته په وینا کي د ملي امنيتي ځواکونو د پیاوړتیا، قربانیو او لاسته راوړنو ستاینه وکړه، او له قومي مشرانو، ديني عالمانواو خلکو څخه يې مننه وکړه، چې هر وخت يې د خپلو سرتېرو څخه ملاتړ کړی، او هغوی يې د دندې د لا ښه اجرا له امله تشویق کړي.

ښاغلي یاسین خان د سولې په برخه کې د مخالفینو لخوا تاوتریخوالي د کمښت له امله خوښي څرګنده کړه، او هیله يې وښوده چې په هېواد کي دایمي سوله برقراره شي.
هلمند والي پر ديني عالمانو، قومي مشرانو او خلکو غږ وکړ، ترڅو د سولي، امنیت او محلي حکومتدارۍ په چارو کې همکاري وکړي، او د جنګ د پای ته رسېدو لپاره هلې ځلې وکړي.
د حج او اوقافو رئيس محمد داؤد مدقق، د سرحدونو او قبایلوچارو رئیس نویدنظري، ديني عالم مولوي عبدالغفار، شیخ احمدي او شیخ محمدیونس موسوي د ملي امنيتي ځواکونو ملاتړ، یوه اسلامي او افغاني وجیبه وبلله، او پر خلکو يې غږ وکړ، چې خپل سالم او لوستي ځوانان د ملي امنيتي ځواکونو لیکو ته ورکړي، د هغوی ملاتړ وکړي، او د قربانيو ستاینه یې وکړی.

قومي مشرانو احمدشاه جمال، حاجي عبدالولي مجاهد، حاجي احمدجان او د ځوانانو په استازیتوب عصمت الله هم د ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو له فعالیتونو او لاسته راوړنو ستاینه او ملاتړ وکړ، او دا ځواکونه يې د هېواد د ناموس، عزت او برم ساتونکي وبلل.

وروسته قومي مشرانو، ديني عالمانو او ځوانانو یوځای د ملي اردو، ملي امنيت او ملي پولیسو ګڼو سرتېرو ته دهغوی د مېړاني اوسرښېندنو له امله د ګلونو ګېډی او ملي بیرغونه ورکړل او خپلو دندو ته يې وهڅول.

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

حل منازعه 5 ساله در بلخ

 شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت بلخ، با همکاری بزرگان محلی و مصلین منازعه پنج ساله میان یک خانواده از فیض آباد ولایت جوزجان و خانواده دیگر از قریه. . .

BACK TO NEWS

User account menu