له پښتنو او بلوڅو وروڼو سره د پیوستون ورځې لمانځنه

mobta-af
یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۱۰ - ۱۲:۴۸
mobta

د لمانځنې په دې مراسمو کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي محمد یعقوب احمدزي، د وزارت سلا کارانو، رئیسانو او کار کوونکو، د ملي شورا د دواړو خونو یو شمېر غړیو، ادبي او فرهنګي شخصیتونو، دعلومو اکاډمۍ غړیو، د کابل پوهنتون استادانو، مدني فعالانو، قومي مشرانو، د بېلابېلوقومي شوراګانو رئیسانو او استازو، له کوزې پښتونخوا او بلوچستان څخه قومي مشرانو او ځوانانو، خویندو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.
لمانځغونډه د عظیم الشان قران د څو مبارکو ایتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې د وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي محمد یعقوب احمدزي له پښتنو او بلوڅو وروڼو سره د پیوستون ورځې د مخینې او دا، چې دا ورځ څنګه لمانځل کېږي معلومات وړاندې کړل.
وې ویل: موخه دا ده،چې د پښتنو او بلوڅو د حقه حقوقو او د هغو دستونزو د حل په اړه سره راټول شو،او د هغوی غږ نړېوالو ته ورسوو: زیاته یې کړه موږ همېشه دا غږ نړېوالې ټولنې ته رسولی، چې د بشر حقوقو په رڼا کې دوی ته خپل حقوق ورکړل شي.
ښاغلي احمدزي دا هم وویل چې موږ غواړو له خپلو ګاونډیو سره په سوله ییزه فضا کې ژوند وکړو،سوله هم د ځان او هم د خپلو ګاونډیانو لپاره غواړو.
ده د جګړې او ناخوالو د پای ته رسولو لپاره چې د فرضي کرښې دواړو غاړې پراته ولسونه ګواښوي د یووالي په لاپیاوړتیا ټینګار وکړ وې ویل، چې باید د پردیو لخوا پر موږ تپل شوې جګړه د جرګو او مرکو له لارې حل کړو، خپل یووالی وساتو، یو بل وزغمو، واړه مسایل څنډې ته کړو اود لویو ملي مسایلو په اړه فکر وکړو.همدا رازیې ټینګار وکړ، چې د یو ملي بهیر په توګه باید په ټاکنو کې برخه واخلو او خپل د خوښې نوماند ته رایه ورکړو.
ورپسې د بلوڅو د سراسري شورا رئیس او د مشرانو جرګې غړي ښاغلي محمد نادر بلوڅ، د قبایلو د سراسري اتحادې رئیس ښاغلي ز رجان شینواري، علمي او فرهنګي شخصیت اوعلومو اکاډمی سلاکار استاد حبیب الله رفیع، د وزیرستان د قبایلو شورا رئیس ښاغلي ډاکتر مسود حیات، د مشرقي شورا رئیس او د وزارت سلا کار ښاغلي عبدالخالق حسینی پشه یي، د ترکمن سراسري شورا رئیس ښاغلي قربان مراد مراد، ښاغلي غیرت، د قبایلي ځوانانو په استازیتوب ښاغلي اسد الله کلیوال په وارسره پخپلو خبرو کې د پښتنو او بلوڅو میړنیو قومونو د مبارزو،د انګرېزانو د واکمنۍ او بیا را وروسته له هغې پردغو دواړو قومونو د ظلمونو،زرګونو پښتنو او بلوڅو د تري تم کېدو،زنداني کېدو، کور او کلي د ورانېدو، د ژوند او دژوندانه له اسانتیاوو څخه ددوی د بې برخې کېدو او نورو ناخوالو په اړه خبرې وکړې.د ټولو ستونزو د حل لپاره یې په یووالي ټینګار وکړ، نوموړوهمدا راز د حکومت له مشرتابه څخه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ته د لا ډېرو امکاناتو د برابرولو غوښتنه وکړه تر څنګ یې په ټاکلي وخت د ټاکنو په ترسره کېدو ټینګار وکړ.دوی د سولې د روان بهیر په اړه هم ورته نظرونه درلودل، ویلی چې موږ دا څلویښت کاله د سولې په ارمان یو،سوله غواړو دسولې تږي یو،خو داسې سوله چې هغه تلپاتې او دافغانانو عزت او هویت پکې وساتل شي.
دایې هم وویل چې دوږي نهمه له پښتنو او بلوڅو سره دپیوستون ورځ دې په راتلونکې کې تر دې هم په شاندارو مراسمو ولمانځل شي.
په ټوله کې ویناوالو او ګډونوالو د پښتنو او بلوڅو څخه ملاتړڅرګند کړ
لمانځغونډه د ملي یووالي د لاپیاوړتیا او د هېواد د سمسورتیا په دعا پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

حل منازعه 5 ساله در بلخ

 شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت بلخ، با همکاری بزرگان محلی و مصلین منازعه پنج ساله میان یک خانواده از فیض آباد ولایت جوزجان و خانواده دیگر از قریه. . .

BACK TO NEWS

User account menu