((دا چې موږ په خپله خاوره بشپړ حاکمیت لرو دا د دې ولس د همکاریو پایله ده))

taqi2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۰:۳۰
((دا چې موږ په خپله خاوره بشپړ حاکمیت لرو دا د دې ولس د همکاریو پایله ده))


 
سه شنبه/ جمادي الاول/ ۱۴۴۷

نن له غرمې مخکې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو د همغږۍ معین الحاج مولوي محمد علي جان احمد د مل پلاوي په مشري په کونړ ولایت کې یوه لویه ولسي او قومي غونډه ترسره کړه. یاده ناسته چې د ملت اتحاد، اسلامي نظام بقاء او ولسونو هوساینې تر عنوان لاندې جوړه شوې وه، پر مهال یې قومي مشرانو، مسؤلینو او ولسي مخورو ګډون کړی وو. 

په غونډه کې د خبرو پر مهال قومي مخورو وویل چې دوی له ولس‌ سره د اسلامي امارت رښتینې مینه احساس کړې ده او په دې نظام کې د هیواد د آبادۍ هوډ ویني. دوی د فرضي کرښې په اوږدو کې د پلي شویو او روانو پروژو یادونه وکړه او ولس ته د هوساینې له راوړلو یې مننه وکړه. 
 
د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي احمد په خپله وینا کې د ولسونو ملاتړ او همکارۍ ته په اشارې سره وویل: دا چې موږ په خپله خاوره بشپړ حاکمیت لرو دا ددې ولس د همکاریو پایله ده. نوموړي زیاته کړه: د اسلامي امارت مسؤلین دا هوډ او ژمنتیا لري چې د دې خاورې ټول وګړي به له غوره خدمتونو برخمنوي او د هوساینې لپاره به یې کوښښ کوي. 

وروسته د وزارت د اقتصادي خدمتونو او څړځایونو رئيس مفتي لعل محمد منیب هم خبرې وکړې ویې ویل: ټولنه باید له فساد او اختلاف څخه لرې وي، ځکه د ملت خوشالي او سوکالي د سالمې ټولنې په شتون پورې تړلې ده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

حل منازعه 5 ساله در بلخ

 شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت بلخ، با همکاری بزرگان محلی و مصلین منازعه پنج ساله میان یک خانواده از فیض آباد ولایت جوزجان و خانواده دیگر از قریه. . .

BACK TO NEWS

User account menu