د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ ته سفر

khoram_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۲:۳۶
سفر

۱۴۴۵/۱۰/۲۶

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري له ګاونډي هیواد پاکستان سره د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالي دروازې ته سفر وکړ چې د کندهار ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس ملا عبدالباري او مل پلاوي یې هم ملتیا کوله. 

د یاد سفر په پیل کې ښاغلي نوري د بولدک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د راستنو شویو مهاجرینو د تخت پول ولسوالۍ انځرګي کېمپ څخه لیدنه وکړه او په یاد پنډغالي کې یې د را ستنو شویو مهاجرینو له ښه وضعیت څخه ډاډ ترلاسه کړ. 

وروسته د سپین بولدک دروازې ته لاړ او هلته یې د بولدک له ولسوال ملا عبدالله بشیر او کمیسار ملا عبدالباقي احمد سره یوځای له دروازې څخه لیدنه وکړه او د راتلونکو مهاجرینو او مسافرو په اړه یې هر اړخیز معلومات ترلاسه کړل، ښاغلي نوري د یادې دروازې د کمېسار ولسوال او نورو مسؤلینو څخه د دروازې په مربوطاتو کې شته ستونزې واورېدې او د حل ډاډ یې ورکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

حل منازعه 5 ساله در بلخ

 شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت بلخ، با همکاری بزرگان محلی و مصلین منازعه پنج ساله میان یک خانواده از فیض آباد ولایت جوزجان و خانواده دیگر از قریه. . .

BACK TO NEWS

User account menu