د پروان ولايت له قومي مخورو سره د هماهنګي ناسته تر سره شوه

mobta-af
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۶ - ۲۰:۵۳
mobta

 ۱۴۴۴/۵/۱۲هـ ق

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دفتر رئيس شيخ حضرت ولي حقاني چي د اطلاعاتو اوعامه اړيکو رئيس حمدالله فطرت او د وزارت قومي چارو مشاور امين الله پاميري يې ملتيا کوله د پروان ولايت له رياست څخه کتنه او پر مهال يې ددې ولايت له یو شمېر علماو او قومي مشرانو سره مشورتي ناسته ترسره کړه. د پروان د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو رئيس مولوي شاه محمود ذاکري راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او د پروان د وروڼو قومونو تر منځ د ښې همغږي ډاډ يې ورکړ. د وزارت مقام دفتر رئيس شيخ حضرت ولي حقاني راغلو مشرانو ته د وزارت پاليسي بيان کړه او زياته يې کړه ياد وزارت د قومونو واقعي ستونزو ته د حل لټولو، د قومي شخړو حل کولو او ملي وحدت ټينګښت په برخو کې فعاليت کوي، له مشرانو يې وغوښتل چې ددې وزارت له لارې دي خپلې ستونزې او غوښتنې شريکې کړي. مشرانو د راغلي هيئت څخه مننه وکړه چي ددوئ پوښتنه کوي. د کوچي قومونو يو تن مشر د څړځايونو د کمبود او مالدراۍ په برخه کې د يو شمېر نورو ستونزو يادونه وکړه، چي تللي پلاوي ورسره د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

حل منازعه 5 ساله در بلخ

 شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت بلخ، با همکاری بزرگان محلی و مصلین منازعه پنج ساله میان یک خانواده از فیض آباد ولایت جوزجان و خانواده دیگر از قریه. . .

BACK TO NEWS

User account menu