د هېواد د بېلابېلو ولایتونو کوچي قوم له عالمانو، مخورو اوځوانانو سره کتنه

mobta-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۰ - ۱۲:۳۰
mobta

محرم ۳ دوشنبه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست محترم ملا نورالله نوري نن له غرمې مخکې په داسې حال کې چې د کوچيانو چارو سمون ادارې لوي رئيس محترم گل زرين کوچى او د وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس ملا حمدالله فطرت هم حضور درلود د هېواد د بېلابېلو سیمو د کوچي قوم له عالمانو، مخورو او ځوانانو سره د وزارت د کنفرانسونو په تالار کې وکتل. په سر کې د يادو مشرانو په استازولۍ رمضان سلطان خېل پخپلو خبرو کې د باميان او ميدان وردگو په ولايتونو کې يې د ملا نورالله نوري په مشرۍ د يو پلاوي لخوا د شخړو د حل کميسيون د جوړيدو له امله مننه وکړه او له اسلامي نظام څخه د ملاتړ څرګندولو ترڅنګ يې د اسلامي نظام ټينګښت د ټولو افغانانو په تېره بياد ديني عالمانو هلې ځلې وبللې. ورپسې محترم نوري لومړى د جهاد په سنگرونو کې د دوي له گډون، قربانيو او زغم څخه مننه وکړه وې ويل چي د ولسونو تر منځ روغې جوړې او همغږي رامنځته کول زموږ فريضه ده او تل به د ولس په خدمت کي يو، دا چي د قومي مشرانو اخلاص او ستر زغم وو چي ستونزه حل شوه. دغه راز يې د ستونزو په حل کې یادو مشرانو ته د دوامداري همکارۍ ډاډ ور کړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

حل منازعه 5 ساله در بلخ

 شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت بلخ، با همکاری بزرگان محلی و مصلین منازعه پنج ساله میان یک خانواده از فیض آباد ولایت جوزجان و خانواده دیگر از قریه. . .

BACK TO NEWS

User account menu