د سهاکو ځوانانو د یووالي شورا له مشرتابه او غړو سره کتنه!

mobta-af
شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۳۰ - ۹:۱
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې د سهاکو ځوانانو د یووالي شورا له مشر ښاغلي احسان الله سهاک او غړو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل او د دوی ستونزې یې واورېدې.

په دې کتنه کې ښاغلي سهاک لومړی د یادې شورا د کړنو او فعالیتونو په اړه رڼا واچوله وې ویل: چې دا شورا د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې فعالیت کوي، چې تل یې د نظام د پایښت، ورورولۍ، د سولې له روان بهیر څخه د ملاتړ، ځوانانو ته د زدکړو د زمینو برابرولو، د بې وزولو کسانو سره د مرستې او علمي او فرهنګي کادرونو د روزلو په برخه کې هلې ځلې کوي، ترڅو د نورو هېوادوالو سره په ګډه خاورې او دې ولس ته د خدمت جوګه شي.

دغه راز ښاغلي احسان الله سهاک د یو لړ وړاندیزو، نظریاتو او غوښتنو شریکولو ترڅنګ د وزارت له مشرتابه څخه وغوښتل، چې یاده شورا دې د وزارت سره ثبت او هم دې د دوی ځوانانو ته د وزارت په اړوندو لېسو کې د شمولیت ونډه ورکړي، ترڅو وکولای شي هغه ځوانان چې له زده کړو بې برخې دي د دې لوی نعمت څخه برخمن شي.

په دې غونډه کې یو شمېر خویندو هم خپل یو لړ فعالیتونه، چې د سهاکو ځوانانو د یووالي شورا په همکارۍ ترسره کړي خبرې وکړې، د ښځو د حقوقو او دوی ته د زده کړې زمینې برابرولو پرغوښتنه ټینګار وکړ.

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم د خپلو خبرو په ترڅ کې د یادو قومي مشرانو، ځوانانو او خویندو له راتګ څخه خوښي څرګنده او د دوی غوښتنې او هلې ځلې یې پر ځای وبللې وې ویل: د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت دروازې د تل په څېر ستاسو پرمخ پرانستې دي او ځوانانو مو کولای شي، چې له شرایطو سره سم د وزارت په اړوندو لېسو کې شامل شي او هم مو په راتلونکي کې د خویندو لپاره لېسه په نظر کې نیولې، ترڅو هغه خویندې، چې د زده کړې څخه محرومې دي خپلې زده کړې ترسره کړي.

دغه راز ښاغلي صمیم دا هم وویل: په نظر کې لرم، ترڅو د جلالتماب ولسمشر سره د لرو پرتو سیمو ځوانانو ته د لوړو زده کړو ترسره کولو په موخه خبرې وکړم او ستونزو ته مو په ګډه د حل لارې چارې پیدا کړو.

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

حل منازعه 5 ساله در بلخ

 شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت بلخ، با همکاری بزرگان محلی و مصلین منازعه پنج ساله میان یک خانواده از فیض آباد ولایت جوزجان و خانواده دیگر از قریه. . .

BACK TO NEWS

User account menu