د سرحدي څېړنو ریاست

دغه ریاست لاندې تشکیلات لري:

د ریاست معاونیت
د تحلیل او څېړنو آمریت
د توپو ګرافي آمریت
اجرایه مدیریت

د سرحدي څېړنو ریاست د هېواد په ټولو ولایتونو کې د سرحدونو د څېړنې او تنظیم د کار پوه په توګه یو افسر هم لري. دغه ریاست د هېواد رسمي  پولو او د ډېورند فرضي کرښې څېړنه کوي.

یاد ریاست لاندې مهمې دندې پرمخ بیايي: له اړوندو ادارو او همکارو ارګانونو ارګانونو سره د سرحدي سرغړونو، د سرحدي سیندونو د تخریباتو، د پیلرونو د تثبیت او نوي کولو او د هېواد په پولو او د ډيورند فرضي کرښې په اوږدو کې د غیرقانوني لارو چارو څېړنه او مقاماتو ته یې په اړه راپور ورکول.