د افغانستان او ایران لوړ رتبه پلاوي په کابل کې د یادو هېوادونو تر منځ د سرحدي نښو د نوي کولو په اړه ناسته ترسره کړه

taqi2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۱:۴۳
د افغانستان او ایران لوړ رتبه پلاوي په کابل کې د یادو هېوادونو تر منځ د سرحدي نښو د نوي کولو په اړه ناسته ترسره کړه

 

سه شنبه ۶ جمادى‌الاولى ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر او د سرحدي کمېسیون مشر ملا نور الله نوري د یوه پلاوي په ملتیا د ایران هیواد د بهرنیو چارو د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب ابادي او مل پلاوي سره د دواړو هیوادونو تر منځ د ښې همغږۍ، د قاچاق مخنیوي او د سرحدي نښو نښانو د نوي کولو په اړه ناسته وکړه.

ښاغلي نوري له دې پلاوي سره په خبرو کې وویل: د افغانستان اسلامي امارت د ښه ګاونډيتوب، متقابل احترام او د ګډو مسائلو د حل لپاره د رښتینې همکارۍ اصل ته ژمن دی، ښاغلي نوري همدا راز وویل چې اسلامي امارت د قاچاق د مخنیوي په برخه کې جدي ګامونه اخیستي، نوري صاحب وویل: د سرحدي نښو نښانو نوي کولو ته لېوالتیا لري او ژمنه کوي چې د دواړو هیوادونو تخنیکي ټيمونه به ژر د چارو د پیل په اړه خپلو ناستو ته دوام ورکړي.

همداراز د ایران د خارجه وزارت مرستیال ښاغلي کاظم غریب ابادي وویل: ایران د افغانستان همکاریو ته په ښه سترګه ګوري او هڅه کوي چې له افعانستان سره دوستانه اړیکې نورې هم پراخې کړي، نوموړي زیاته کړه: موږ امادګي لرو چې د ایران او افغانستان تر منځ پر پوله وخت نا وخت ستونزې راپورته کېږي هغه ژر تر ژره حل کړو، ښاغلي ابادي د سرحدي نښو نښانو د نوي کولو په اړه وویل: زموږ تخنیکي ټيمونه به له افغانستان سره په همغږي د سرحدي نښو د نوي کولو په اړه اجرأت ترسره کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۴:۱۵
Background image

په پلازمېنې کابل کې د ولسواليو په کچه له ولسي خلکو سره غونډې

 

شنبه ۱۰ جمادی الأولی ۱۴۴۷

دغه غونډې، چې د اسلامي ورورولۍ او د خلکو د ستونزو اورېدو تر سرليک لاندې پيل شوې دي د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په مشري د ياد وزارت د جرګو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۸:۵۸
Background image

جوزجان کې د ۷ کلنې شخړې پای

 

پنجشنبه ۸ جمادی الأولی ۱۴۴۷

د دغه ولایت د سرحدونو، اقوامو او قبایلو چارو رياست مسئولینو د ولايتي ادارې په همکاري د قوشتپې ولسوالي د چهارسای سیمې ته د خپل سفر پرمهال د دوو قومونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۸:۵۸
Background image

ننګرهار کې دوه جلاجلا شخړې حل شوې

 

چهار شنبه ۷ جمادي الاولی ۱۴۴۷

د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د قومي مشرانو او ديني عالمانو په همکاري د ياد ولايت په بهسود ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ. . .

BACK TO NEWS

User account menu