په فراه ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ دوه کلنه بدي په سوله بدله شوه.

mobta-af
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۶ - ۹:۳
Mobta

جمعه ۰۳ / شعبان / ۱۴۴۴

۰۴ / کب / ۱۴۰۱

د فراه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي تاج الدین منصور، د فراه مرستيال والي او ګڼو نورو ولایتي مسؤلینو، علماوو او قومي مشرانو د یاد ولایت د بکواه ولسوالۍ اړوند د کمالان کلي د دوو کورنیو ترمنځ بدي چې يو تن پکې وژل شوی وو په سوله بدله کړه. 

ناستې ته د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس وویل: خوښ یم، چې په فراه ولایت کې د میشتو دوو لویو قومونو د دوو کورنیو ترمنځ خپلمنځي تاوتریخوالی او بدې له منځه ځي او دواړه کورنۍ د ارام ساه اخلي.

وروسته غونډې ته راغلیو مسؤلینو،  قومي مشرانو او علماوو د موضوع په اړه هر اړخیزې ویناوي وکړې او دواړه لوري یې یووالي، بښنې، صبر او زغم  ته راوبلل.

د غونډې په پای کې د مشرانو له لوري د پيښې شوې بدي په اړه پرېکړه وشوه چې د طرفینو له لوري ومنل شوه او دواړه مخالف اړخونه سره غاړه غړۍ شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu