په غزني ولایت کې د کوچیانو له روغتیایي کلینیک څخه لیدنه تر سره شوه !

mobta-af
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۲ - ۶:۲۷
m

۱۱/۱۱/۱۴۰۰ هــ ش

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت هیئت چې د غزني ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئیس ښاغلی مولوی محمد اسحاق ادریس هم ور سره مل وه په غزني ولایت کې د کوچیانو روغتیایي کلینیک څخه لیدنه وکړه.

په پيل کې د قلعه جوز د کوچیانو روغتیایي کلینیک (B.H.C) آمر ډاکټر سید احمد خان ورغلي هیئت ته ښه راغلاست ووايه او د یاد کلینیک د چوپړتياو په اړه معلومات ورکړل ، او د کلینیک شته ستونزې یې د هیئت سره شریکې کړې، همدا راز یې د درملو د زیاتوالي غوښتنه هم وکړه . چې د هيئت لخوا د کلینیک اړوند ستونزې واورېدل شوې او د هر راز همکاریو ډاد ورکړل شو ،او د یاد کلینیک کارکوونکو ته د لا ښه خدمت توصیه وشوه او ددوی چارې یې وستایلې .

وروسته د کلینیک کارکوونکو له خپله اړخه د ملت د لا ښه خدمت هوډ وښود او ډاډ يې ورکړ چي تل به د خلکو خدمت کوي .

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۰:۴۴
Background image

د ولسواليو په کچه د ولسي غونډو دوام

 

دوشنبه ۱۲ جمادی الأولی ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د پلان له مخې د هيواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ولسي خلکو سره د ولسي یووالي او ستونزو د اوريدو په موخه د غونډو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۹:۱۴
Background image

خوست کې د ۱۸ کلنې شخړې سربېره پروان کې ۴ کلنه او لغمان کې هم شخړه هواره شوه

 

يکشنبه ۱۱ جمادی الأولی ۱۴۴۷

د خوست ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریاست د استازو لخوا د قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړيتوب د دغه ولايت په تڼيو ولسوالي کې د دوو کورنيو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۴:۱۵
Background image

په پلازمېنې کابل کې د ولسواليو په کچه له ولسي خلکو سره غونډې

 

شنبه ۱۰ جمادی الأولی ۱۴۴۷

دغه غونډې، چې د اسلامي ورورولۍ او د خلکو د ستونزو اورېدو تر سرليک لاندې پيل شوې دي د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په مشري د ياد وزارت د جرګو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu