په دایکندي ولایت کې دوه کلنه شخړه حل شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۹ - ۱۴:۳۳
خبر

۴۴۵/۵/۷

د دايکندي ولايت ازموک ولسوالۍ په بوم کلي کې د دوو کورنیو تر منځ د اوبو پر سر را منځته شوې شخړه چې له دوو کلونو راهيسې یې جریان درلود د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر حافظ محیب الله سجاد، قومي مشرانو او دیني عالمانو په حضور کې حل شوه.

د دغې شخړې د حل په موخه د یاد ریاست آمر، کارکوونکې او قومي مشران سیمې ته ولاړل، د یادې قضیې په اړه یې پوره څېړنه وکړه او له طرفینو څخه یې تر اختیار اخیستلو وروسته په اړه پرېکړه وکړه چې وروسته ښکېلو لوریو په خوښي ومنله او د دغې فیصلې درناوی یې وکړ.

د شخړې د حل پر مهال قومي مشرانو د یاد ریاست او مسؤلینو له ستړیاوو څخه مننه او قدردانی وکړ او دخیلو لوریو ژمنه وکړه د ورورولۍ په فضا کې به ژوند کوي او یو بل ته به هیڅ ستونزې نه جوړوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu