د پير محمد کاکړ عالي ليسې د ودانیو د ترميم داوطلبي

Publish Date
Closing Date
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له ټولو واجد شرایط داوطلبانو څخه غوښتنه کوي، څو د پير محمد کاکړ عالي ليسې د ودانيو د ترميم پروژې داوطلبۍ په بهير کې ګډون وکړي.
ټول لېوال داوطلبان کولای شي چې د يادې داوطلبۍ غوښتنپاڼه د ياد وزارت د تدارکاتو له آمريت څخه د (۱۰۰۰) افغانيو په بدل کې ترلاسه کړي. د فورمې له ترلاسه کولو وروسته، داوطلبان مکلف دي چې خپلې غوښتنپاڼې د تدارکاتو د نافذه قانون او اړوندو طرزالعملونو له مخې په منظم ډول تيارې کړي، او تر چهارشنبې د ۱۴۰۴/۳/۲۸ نېټې پورې، چې د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه ده، د وزارت د تدارکاتو رياست کې د آفرونو ځانګړي صندوق ته وسپاري.
د یادونې وړ ده چې د آفر تضمين بايد د بانکي ګرنټۍ يا نغدو پېسو په بڼه وړاندې شي، چې اندازه يې (۹۳،۰۰۰) درې نوي زره افغانۍ ټاکل شوې ده. دا تضمين د داوطلب د جديت، ژمنتيا او مالي وړتيا ښکارندويي کوي. آفرونه چې له ټاکلي تضمين پرته وړاندې شي، د منلو وړ نه دي.
د آفرونو د پرانيستې غونډه به له پورته يادې شوې نېټې سره سم د سهار ۹:۳۰ بجې، د وزارت د تدارکاتو رياست کې ترسره شي. له ټولو داوطلبانو څخه هيله کېږي چې په ټاکلي وخت کې حاضر وي