د وزارت د داخلي تفتش نوي رئیس دنده پیل کړه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۱ - ۹:۷
خبر

شنبه ۶ربیع الثاني۱۴۴۵

د ریاست الوزرا ء د عالي مقام د حکم په اساس ښاغلی مولوي محمد اسحاق ادریس چې د سرحدونو، قومونو او قیایلو چارو وزارت د داخلي تفتش د رئیس په توګه ټاکل شوی دی  نن د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد ریاست کارکوونکو ته وروپېژندل شو.

 د وزارت د سرحدي پلټنو معین ښاغلي مولوي محمد اسماعیل غزنوي په خپلو خبرو کې د داخلي تفتش د پخواني رئیس د کړنو او فعالیتونو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چي ادلون  او بدلون  د نظام اساسي اصل دي چې په ادارو کې د اصلاحاتو په موخه تطبیق کیږي .نوموړی وویل  چې تفتیش ریاست باید دوو برخو ته ډېره پاملرنه وکړي لومړی پخپله پلټنه کې د امارت اصول تطبیق کړي او دغه راز د شخص حقوق په پام کې ونیسي .

په اخر کې د داخلي تفتش نوي رئیس زیاته کړه چې ورسپارل شوې  مسئولیت به په ښه توګه تر سره کړي او هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د  داخلي تفتش د څار پر وړاندې خنډ شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu