د رحمان بابا او پیر محمد کاکړ لیسو د تعمیر ترمیمولو د قرارداد د ورکړې په اړه خبرتیا:  

taqi2_admin
د رحمان بابا او پیر محمد کاکړ لیسو د تعمیر ترمیمولو د قرارداد د ورکړې په اړه خبرتیا:  

Publish Date

Closing Date


د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په پام کې لري چې په کابل کې د رحمان بابا او پیر محمد کاکړ لیسو د تعمیر ترمیمولو قرارداد د ۱۴۰۵ هـ ل کار لپاره د (ځدراڼ اپکس ساختماني او سرک جوړونې شرکت) ته د (۸۹۱۴۶۲) اته لکه یو نوي زره څلور سوه دوشپېته افغانیو په مجموعي قیمت په قرارداد ورکړي، بناءً ټولو حقیقي او حکمي کسانو ته بلنه ورکول کېږي، چې په دې برخه کې که چیرته کوم اعتراض او نیوکه لري، د اعلان د نشر له نېټې څخه تر پنځو کاري ورځو پورې دي خپل اعتراض او نیوکه په کتبي توګه له ټولو دلایلو سره یوځای د یاد وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند شعبې ته وسپاري. 
دغه خبرتیا د قرارداد  د ورکړې په معنی نه ده، بلکې له ټاکل شوې مودې وروسته به د قرارداد د ورکړې نور قانوني مراحل ترسره شي. 
پته: د میدان هوایي سرک، سترې محکمې ته څېرمه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت کابل-افغانستان

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۹:۴۲
Background image

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د چمن حضوري په سیمه کې د (۹۶۷) متره مربع ځمکې د مزایدې اعلان

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ټولو هغو په شرایطو برابرو داوطلبو شرکتونو ته بلنه ورکوي چې د کابل ښار د اتمې ناحیې  چمن حضوري په سیمه کې د موقعیت لرونکې (۹۶۷) متره مربع ځمکې د . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۵:۱۷
Background image

د غزني ولایت د وکیل محمد جان ګوچي عالي لېسې د ګازو، مېوو، وچې ډوډۍ، ترکاري او نورو اعاشوي توکو  د قرارداد د ورکړې په اړه خبرتیا

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په پام کې لري چې د غزني ولایت د وکیل محمد جان ګوچي عالي لېسې د ګازو، مېوو، وچې ډوډۍ، ترکاري او نورو اعاشوي توکو قرارداد  د ۱۴۰۵ هـ ل کار لپاره د . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۴۶
Background image

په ننګرهار کې د وزارت اړوند د عبدالقادر کوچي او پښتونستان عالي لېسو د خوراکي موادو (وچې ډوډۍ، میوو) او ګازو او لرګیو د قرارداد د ورکړې خبرتیا:  

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په پام کې لري چې په ننګرهار کې د وزارت اړوند د عبدالقادر کوچي او پښتونستان عالي لېسو د خوراکي موادو (وچې ډوډۍ، میوو) او ګازو او لرګیو د قرارداد د . . .

Back to tenders

User account menu