د دعوت او ارشاد ریاست
د دعوت او ارشاد ریاست د دندو په اړه لنډ معلومات
د افغانستان د اسلامي امارت مشرتابه د حکم اود رئیس الوزراء د ۱۴۴۳ کال د ۱۹ غونډې مصوبې پراساس په د ټولو وزارتونو او مستقلو ادارو په تشکیلاتو کې د دعوت اوارشاد په نوم ریاستونه منظور شول.
د سرحدونو، قومونواوقبایلو چارو وزارت د دعوت اوارشاد ریاست یو له مهموریاستونوڅخه دی، چې د وزارت دننه د ټولو کارمندانو او مامورينو د ديني امورو پوهاوي، دعوت او اسلامي تربيت په برخه کې فعاليت تر سره کوي او ټول مذهبي او اسلامي امور تنظيموي.
ياد رياست د رئيس، اجرائيه مدير، امام ، مؤذن او مقرر په شمول ټولټال ۸ کسه تشکيل لري چې لاندې چاري د مهالوېش سر سم او د منظم پلان له مخې پر مخ وړي
- د وزارت او اړوند آدارود ټولو کارکوونکود دیني پوهې د لوړاوي لپاره د دیني درسونوتدریسول.
- د قرانکريم تفسير او ترجمه په پښتو او دري ژبو
- د وزارت له کارکوونکو سره د دیني موضوعاتود لاپوهاوي لپاره د ناستوترسره کول.
- د اړوند چارود لاښه والي لپاره د وزارت له کارکوونکوڅخه د وړاندیزونواخیستل.
- د وزارت او اړوند آدارو له مراجعینوڅخه د شکایتونو اوستونزواورېدل او مسؤلو چارواکو ته یې د حل په موخه رسول.
- نبوي سنت اوسیرت درسونه او د نبوي سنتو تطبیقول.
- د وزارت کارکوونکوته پنځه وخته د امام له خوا امامت ورکول.
- د دیني عقېدو اود اصلاحي چارو پرمخ وړل.
اوسمهال تدریسي برخه لاندې فعالیتونه لري.
۱ـ کارکوونکوته د دغوت ارشاد د ځانګړي نصاب کتاب تدریسول.
۲ـ مجاهدینو او کارکوونکوته په بېلابېلو وختونو کې د علماء له خوا په ځانګړې توګه د یوشمېر کتابونوتدریسول.
۳ـ د عظیم الشان قرآن قرائت اوتجوید.
دعوت او ارشاد رياست د وزارت په دننه او اړوند ليسو کې په پرلپسې توګه دعوتي او ارشادي مجلسونه جوړوي.