د کوچيانو له قومي مشرانو سره کتنه

mobta-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۲ - ۸:۵۱
Mobta

۱۴۰۱/٣/۱ يکشنبه

‏د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو سرپرست ملا نورالله نوري د غزني، ميدان وردګ، باميان او دايکندي ولايتونو څخه راغلو د کوچي قومونو مشرانو سره د خپل کار په دفتر کي وکتل.

Mobta

په دې کتنه کي چي پر مهال يې د جرګو معين عبدالخالق عابد، د کوچيانو عمومي رئيس مولوي ګل زرين کوچي او د جرګو رئيس مولوي محمد اسماعيل غزنوي هم شتون درلود د کوچي قومونو په نمايندګي امين کوچي، حاجي محمد سعيد او حاجي رضا کوچي لنډې خبرې وکړي. پخپلو سيمو کي د کوچيانو شته ستونزې يې شريکې کړې او  له ځايي خلکو سره د څړ ځايونو پر سر د را ولاړو شويو مشکلاتو او شخړو د حل او هواري غوښتنه وکړه.

دوئ وړانديز درلود چي وزارت دي د يادو ستونزو د حل په موخه يو پلاوي وټاکي.

ښاغلي (نوري) قومي مشرانو ته ښه راغلاست ووايه دکوچيانو ستونزې يې واوريدلې ډاډ يې ورکړ چي د ځايي خلکو سره د کوچيانو مشکلات به د يوې کميټې له خوا څيړل کيږي او د ځايي خلګو په شتون کي به د حل پر لارو چارو غور کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۵۴
Background image

په کنړ او بغلان کې د مرورو کورنيو پخلاينه

 

یکشنبه ۲۱ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د کنړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د ياد ولايت په سرکاڼو ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکو د ملکيت پر سر اختلافاتو له کبله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۴۲
Background image

د سرحدي پلټنو مرستیال د زابل شملزو  له بادیني بندر له چارو لیدنه وکړه

 

شنبه ۲۰ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال مولوي عنایت ‌الله شجاع تېره ورځ په زابل ولایت کې د شملزو ولسوالي له  بادیني بندر له فرضي کرښې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۰:۴۵
Background image

د کاپيسا په تګاب ولسوالي کې د مسؤلينو په هڅو ۴۰ کلنه بدي په دوستي بدله شوه

 

شکشنبه ۲۱ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د کاپيسا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر د ځايي ديني علماوو، قومي مشرانو، مصلحينو او د نظر خاوندانو همکاري د ياد ولايت تګاب ولسوالي په. . .

BACK TO NEWS

User account menu