په ننګرهار کې د وزارت اړوند د عبدالقادر کوچي او پښتونستان عالي لېسو د خوراکي موادو (وچې ډوډۍ، میوو) او ګازو او لرګیو د قرارداد د ورکړې خبرتیا:
Publish Date
Closing Date
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په پام کې لري چې په ننګرهار کې د وزارت اړوند د عبدالقادر کوچي او پښتونستان عالي لېسو د خوراکي موادو (وچې ډوډۍ، میوو) او ګازو او لرګیو د قرارداد د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د (تمیم مدثر تجارتي شرکت او ضیا ارمان ملک شرکت ته په ګډه) ته د (۱۷۷۳۰۵۲۲) اوولس میلیونه، اووه لکه، دېرش زره او پنځه سوه دو پنځوس افغانیو په مجموعي قیمت ورکړي، بناءً ټولو حقیقي او حکمي کسانو ته بلنه ورکول کېږي، چې که په دې برخه کې کوم اعتراض او نیوکه لري، د اعلان د نشر له نېټې څخه تر پنځو کاري ورځو پورې دي د یاد وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند شعبې ته خپل اعتراض په کتبي توګه له ټولو دلایلو سره یوځای وسپاري.
دغه خبرتیا د قرارداد د ورکړې په معنی نه ده، بلکې له ټاکل شوې مودې وروسته به د قرارداد د ورکړې نور قانوني مراحل ترسره شي.
پته: د میدان هوایي سرک، سترې محکمې ته څېرمه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت کابل-افغانستان
