فارياب ولايت ته د قومي ستونزو د حل په موخه سفر

taqi_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۱۲:۴۵
فاریاب ولایت ته سفر

شنبه  ۱۹ ذوالقعده ۱۴۴۶

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین الحاج مولوي محمد علي جان احمد تېره ورځ فارياب ولايت ته په خپل کاري سفر کې د دې ولايت له ولايتي مسؤلينو، قومي مشرانو او ولسي خلکو سره د يو لړ ستونزو د هواري په موخه ناسته ترسره کړه.

د دغې ناستې پرمهال ښاغلي احمد لومړی د فارياب ولايت په مقام کې له والي عبدالاحد فضلي او د ستونزو د حل په موخه د ټاکل شوې ولايتي کميټې له غړو سره مجلس وکړ، چې د مسؤلينو لخوا د ياد ولايت قرمقول ولسوالۍ ځيني قومي ستونزې شريکې شوې، چې پکې د عيدوزي او اچکزي قومونو ترمنځ د ځمکې د ملکيت پر سر د رامنځته شویو جنجالونو په اړه بحث وشو.

د ياد مجلس وروسته ښاغلي احمد له مل پلاوي سره قرمقول ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې له ولسوال سره ترليدنې وروسته د قومي مشرانو، علماوو او ځايي خلکو په همغږۍ له پوره تحقيق او څېړنو سره د عيدوزي او اچکزي قومونو ترمنځ اوږد مهاله ستونزه حل او دواړه قومونه يې د ورورۍ په ټغر سره کېنول.

ښکېلو قومونو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین الحاج مولوي محمد علي جان احمد د دې هڅو قدردانی وکړه، د خوښي په څرګندولو سره يې ژمنه وکړه، چې تردې وروسته به يو بل ته هېڅ ډول ستونزې نه جوړوي په اتفاق او ورورولۍ سره به خپل ژوند ته ادامه ورکوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

خوست کې د ۱۶ کلنې بدي حل

 

يکشنبه ۹ ربيع الأول ۱۴۴۸

د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو د ديني عالمانو، قومي سپين ږيرو، او مشرانو په هلو ځلو د خوست او لوګر ولايت د دوو کورنیو ترمنځ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۳:۵۸
Background image

په ننګرهار ولایت کې  د قتل له امله راپورته شوې ۶ کلنه دښمني پای ته ورسېده

 

شنبه ۸ ربيع الأول ۱۴۴۸

د ننګرهار ولايت په حصارک ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي له امله راپورته شوې شپږ کلنه دښمني چې په پايله کې يې يوه انجلۍ وژل شوې وه او ګڼې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۳:۵۰
Background image

د خوست په صبریو او یعقوبیو ولسوالي کې له خلکو سره د شریعت د نفاذ او همغږۍ غونډه

 

شنبه ۸ ربيع الأول ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت تر چتر لاندې د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د دغه ولايت په صبريو او يعقوبيو ولسوالي کې د. . .

BACK TO NEWS

User account menu