د کوچیانو حیواني محصولات او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شول

haqani_admin
Thu, Nov 05 2026 8:41 AM
د کوچیانو حیواني محصولات او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شول

پنج شنبه ٢٤ جمادی‌الأولی  ۱۴۴۸

د کابل په بادام باغ کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په خزاني نندارتون کې د کوچیانو حیواني محصولات او لاسي صنایع هم د بازار موندنې په موخه نندارې ته وړاندې شول.

په دغه نندارتون د اسلامي امارت د يو شمير لوړپوړو مسولينو ترڅنګ‌ د کوچیانو چارو د سمون  عمومي  رئیس الحاج ملا محمد بصیر صاحب‌ زاده، د کوچیانو د اقتصادي خدمتونو او څړځایونو رئیس مولوي هدایت‌الله حقاني او د کوچیانو د اسکانو  رئیس مولوي محمد اسحاق ادریس هم ګډون کړی و.

د کوچیانو چارو د سمون عمومي رئیس الحاج ملا محمد بصیر صاحب‌زاده د کوچیانو د حیواني محصولاتو او لاسي صنایعو د لیدنې پر مهال وویل، چې د دا ډول نندارتونونو جوړول د کوچیانو د محصولاتو او لاسي صنایعو لپاره د بازار موندنې زمینه برابروي او د هغوی د اقتصادي ودې او پرمختګ په برخه کې مهم رول لري. نوموړي زیاته کړه، چې په دغه نندارتون کې د کوچیانو تولیداتو د ګڼو لیدونکو پام ځانته رااړولی دی.
صاحب‌زاده همداراز وویل، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته دا څویم ځل دی، چې د کوچیانو حیواني محصولات او لاسي صنایع په کابل کې د کرنیزو محصولاتو په نندارتون کې د بازار موندنې په موخه نندارې ته وړاندې کېږي. نوموړي د کوچیانو ستونزو ته رسېدنه، د هغوی د حیواني محصولاتو ملاتړ او د ژوند د شرایطو ښه کول د اسلامي امارت د مسؤلینو دنده وبلله.

د یادونې وړ ده، چې په دغه نندارتون کې د کوچیانو حیواني محصولات او لاسي صنایع د بازارموندنې، خلکو ته د دوی د تولیداتو معرفي کولو او پراخه پېژندنې په موخه نندارې ته وړاندې شول

Latest news

Tue, Oct 06 2026 2:07 PM
Background image

"Those who had come to Afghanistan for protecting human rights committed a genocide of Afghans here"

 

Monday/6/10/2026

Minister of Borders and tribal affairs Mullah Noorullah Noori while speaking to a large meeting in the Jaghori district of Ghazni province stated those who had come. . .

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

BACK TO NEWS

User account menu