د خوست په صبریو او یعقوبیو ولسوالي کې له خلکو سره د شریعت د نفاذ او همغږۍ غونډه
شنبه ۸ ربيع الأول ۱۴۴۸
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت تر چتر لاندې د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د دغه ولايت په صبريو او يعقوبيو ولسوالي کې د ولسونو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا، د شریعت نفاذ او ګډ تفاهم د رامنځته کولو په موخه د ولسوالي له استازو، علماء کرامو، قومي مشرانو، نظامي مسؤلینو او عامو خلکو سره یوه پراخه ولسي غونډه ترسره کړه.
غونډې ته د اسلامي امارت مسؤلينو په خپلو خبرو کې د نظام د پیاوړتیا، د ولس او حکومت ترمنځ د همکارۍ او د شریعت د احکامو د عملي کولو پر اهمیت وينا وکړه. دوی د اسلامي نظام په استحکام کې د ولسونو همکارۍ او همغږۍ مهمه وبلله او حاکم نظام يې د خلکو د زحمتونو نتيجه ياده کړه. يادو مسؤلينو په ولسونو غږ وکړ، چې هيڅ چاته دې د امنيت، يووالي او اتحاد په لمنځه وړولو کې د لاسوهنې اجازه ور نکړي.
ورپسې د سيمه ييزو مشرانو له جملې ديني عالمانو او د نظر خاوندانو د اسلام مي نظام په کلک ملاتړ تينګار وکړ او د شريت نفاذ يې د مسلمانانو لپاره د دنيا او آخرت کاميابي ياده کړه. يادو مشرانو له ټولو ګډونوالو وغوښتل، چې د نظام په پیاوړتیا، د قومي یووالي په جوړښت او د شریعت د بشپړ نفاذ په هکله عملي همکارۍ ته دوام ورکړي
