زابل کې ۲۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

taqi_admin
Thu, Aug 06 2026 11:13 AM
زابل کې ۲۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه
پنجشنبه ۲۲ صفر المظفر ۱۴۴۸ د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالي کې د دوو کورنیو ترمنځ شاوخوا ۲۳ کلنه دښمني د ياد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي رحمت الله جواد په مشري، د علماوو، قومي مشرانو او مخورو د پرله ‌پسې هڅو او منځګړیتوب په پایله کې په سوله‌ ییز ډول پای ته ورسېده. د یادې دښمني له امله د دواړو کورنیو ترمنځ اړیکې له کلونو راهیسې پرې شوې وې، چې ګڼې خپلمنځي او کورنۍ ستونزې یې رامنځته کړې وې. د دغو ستونزو د هواري په موخه مسؤلینو له دواړو لوريو سره څو ناستې ترسره کړې، هغوی یې سولې او پخلاینې ته وهڅول او په پایله کې يې ترمنځ د خير فيصله تر سره شوه. د غونډې په پای کې د دواړو کورنیو مشرانو یو بل ته د بښنې ترڅنګ د اسلامي امارت د مسؤلینو، علماوو او قومي مشرانو د هڅو ستاینه وکړه او ژمنه یې ترسره کړه، چې له دې وروسته به خپل پاتې ژوند د ورورولي او اخوت په فضا کې تېروي

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu