((دا چې موږ په خپله خاوره بشپړ حاکمیت لرو دا د دې ولس د همکاریو پایله ده))
سه شنبه/ جمادي الاول/ ۱۴۴۷
نن له غرمې مخکې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو د همغږۍ معین الحاج مولوي محمد علي جان احمد د مل پلاوي په مشري په کونړ ولایت کې یوه لویه ولسي او قومي غونډه ترسره کړه. یاده ناسته چې د ملت اتحاد، اسلامي نظام بقاء او ولسونو هوساینې تر عنوان لاندې جوړه شوې وه، پر مهال یې قومي مشرانو، مسؤلینو او ولسي مخورو ګډون کړی وو.
په غونډه کې د خبرو پر مهال قومي مخورو وویل چې دوی له ولس سره د اسلامي امارت رښتینې مینه احساس کړې ده او په دې نظام کې د هیواد د آبادۍ هوډ ویني. دوی د فرضي کرښې په اوږدو کې د پلي شویو او روانو پروژو یادونه وکړه او ولس ته د هوساینې له راوړلو یې مننه وکړه.
د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي احمد په خپله وینا کې د ولسونو ملاتړ او همکارۍ ته په اشارې سره وویل: دا چې موږ په خپله خاوره بشپړ حاکمیت لرو دا ددې ولس د همکاریو پایله ده. نوموړي زیاته کړه: د اسلامي امارت مسؤلین دا هوډ او ژمنتیا لري چې د دې خاورې ټول وګړي به له غوره خدمتونو برخمنوي او د هوساینې لپاره به یې کوښښ کوي.
وروسته د وزارت د اقتصادي خدمتونو او څړځایونو رئيس مفتي لعل محمد منیب هم خبرې وکړې ویې ویل: ټولنه باید له فساد او اختلاف څخه لرې وي، ځکه د ملت خوشالي او سوکالي د سالمې ټولنې په شتون پورې تړلې ده.
