د قومونو تر منځ د یووالي او همغږۍ غونډه

mobta-af
Wed, Jan 04 2023 8:06 PM
mobta

چهارشنبه۱۱جمادي الثانی۱۴۴۴

تر یاد سرلیک لاندې غونډه کې د خوست ولایت مرکز او بېلا بېلو ولسوالیو قومي مشرانو او دیني عالمانو سربېره د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین الحاج ملا عبدالخالق عابد، د کوچیانو چارو د اسکانو رئیس مولوي محمد نادر سنګین، د خوست والي الحاج بسم الله عبدالله مرستیال والي محمد انور دین پرور، د همدې ولایت د سرحدونو، ق.ق چارو رئيس ښاغلي کلیم الرحمن فاني او د ادارو رئیسانو ګډون کړی وو.

mobta

د غونډې په پیل کې ښاغلي کلیم الله فاني درنو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او دغه راز یې د خپلمنځي اختلافاتو او شخړو په هوارولو ټینګار وکړ او د سرحدونو ساتنه یې د هر وګړي مسؤلیت وباله. ورپسې مرستیال والي محمد انور دین پرور په هېواد کې د امنیت د ټینګښت په چارو کې د قومونو همکاري اړینه وبلله او زیاته یې کړه د ا.ا.ا په بریا سره هېواد ته ډاډمن امنیت راغلی چې باید په یووالي یې د ساتلو هڅې وکړو. د غونډې په جریان کې قومي مشرانو توریالي منګل او حاجي عبدالرحمن ځدراڼ په خپلو ویناوو کې د ا.ا.ا هڅې وستایلې چې د افغانستان د قومونو تر منځ یې د اتفاق او پر یوه ټغر د راټولېدو لپاره ترسره کړې وې، دوی زیاته کړه چې د نظام په پیاوړتیا کې د قومونو اتحاد مهم رول لري. همدا راز د کوچیانو چارو د اسکانو رئیس مولوي محمد نادر سنګین د خپلمنځي شخړو د زیانونو او د اتفاق د مثبتو پایلو په اړه خبرې وکړې د قومونو تر منځ یې یووالی د ستونزو د حل لار وګڼله. د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین الحاج ملا عبدالخالق عابد په خپله وینا کې وویل کوم اسلامي نظام چې نن په افغانستان کې حاکم دی دا د افغانانو د وینو برکت دی، ا.ا.ا له ټولو افغانانو سره وابسته او پیوند دی د اوسني نظام واکمنان تر هر چا د ولس ستونزې ښه درک کوي راځئ نور دا هېواد او اسلام د اشخاصو لپاره قرباني نکړو، زموږ موخه له دې غونډې د اتفاق او وحدت تأمینول دي موږ ته هر افغان د قدر وړ دی او له حکومت کولو د ا.ا.ا موخه د اسلام او شريعت نفاذ او د دې ولس خدمت دی.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu