د زابل ولايت له ځينو علماوو سره ملاقات

mobta-af
Sat, Sep 03 2022 11:55 AM
Mobta

 ۱۴۴۴/۲/۷ شنبه

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو سرپرست وزير الحاج ملا نورالله (نوري) زابل ولايت ته د سفر پر مهال د بيلابيلو ناستو په ترڅ کې له علماوو سره کتلي. ښاغلي نوري چي د وزارت د دعوت او ارشاد رئيس الحاج مولوي شفيع الله (ثاقب) او د مالي او اداري عموموي رئيس ملا محمدانور (تائب) يې هم ملتيا کوله د سنبلې نهمه د امريکايي اشغال څخه د ازادي په مناسبت د زابل مرکز کلات کې جوړه شوې ستره غونډه کې ګډون وکړ. غونډې ته په وينا کې يې د افغانستان ميړني او مجاهد ولس ته ددې بريا د مبارکۍ تر څنګ زياته کړه چي د افغانستان اسلامي امارت به د هيواد له خاورې څخه په کلکه دفاع کوي او هيچا ته اجازه نه ورکوي چې زموږ پر خاوره تيری وکړي. ‌ښاغلی نوري له غونډې وروسته د اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د ژوند وروستي هستوګنځای ته ورغی او ددې ستر رهبر او مجاهد روح ته يې دعا وکړه. دغه راز الحاج ملا نورالله (نوري) د بيلابيلو ناستو په ترڅ کې د زابل ولايت له علماوو او شيوخو کرامو سره وکتل. د شيخ عبيدالرحمن اخندزاده صاحب، حاجي اغا صاحب مرحوم او د شاه جوی ولسوالۍ شاه حسين خيلو اخندزاده صاحب له ديني مدرسو څخه ليدنه تر سره کړه او له مدرسو سره يې مالي همکاري هم وکړه‌.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu