د بغلان له والي سره کتنه

mobta-af
Thu, Nov 25 2021 12:36 AM
m

 د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت  د مقام  دفتر رييس محترم شیخ حضرت ولي حقاني او د کوچيانو چارو لوی ريس محترم مولوي ګل زرين کوچي نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۰لمريز کال د لېندۍ مياشتې په ۳مه نېټه د بغلان له والي سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو  د قومونو د انسجام،  د خلکو د ستونزو د حل، د اسلامي نظام ملاتړ ته د ولسونو د رابللو او يو لړ نورو مهمو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او يو بل ته يې د همکاريو ډاډ ورکړ.