خوست کې د ۱۸ کلنې شخړې سربېره پروان کې ۴ کلنه او لغمان کې هم شخړه هواره شوه
يکشنبه ۱۱ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د خوست ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریاست د استازو لخوا د قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړيتوب د دغه ولايت په تڼيو ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ هغه اوږدمهال ۱۸ کلنه شخړه هواره شوه، چې له يوه لوري پکې يوکس خپل ژوند له لاسه ورکړی و. د مسؤلينو له فيصلې وروسته دواړو خواوو يوبل وبښل او د وروري ژوند ته را وګرځېدل.
ورته مهال د پروان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو په دغه ولايت کې د يوه کس د وژنې پر سر هغه راپورته شوې څلور کلنه شخړه هواره کړه، چې دواړو لوريو ته يې ګڼې ستونزې را ولاړې کړې وې.
همداراز د لغمان ولايت په الينګار ولسوالي کې هم دوه مرورې کورنۍ وروسته له يوه کال سره پخلا شوې او سوله ييز ژوند ته يې مخه کړه. ياده شخړه د لغمان د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو له لوري په داسې ډول حل شوه، چې طرفينو د بشپړ رضايت ترڅنګ تېر هېر کړل او نوی د خوښي ژوند يې پيل کړ.
