د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت نوي سرپرست نن رسماً په کار پیل وکړ!

mobta-af
چهارشنبه ۱۴۰۰/۶/۲۴ - ۶:۳۰

محترم ملا نورالله نوري، چې د افغانستان د اسلامي امارت د کابېنې په اعلان سره د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی و، نن د یوې غونډې په ترڅ کې د وزارت کارکوونکو ته ور وپېژندل شو او په کاریې پیل وکړ.

په یاده غونډه کې د افغانستان د اسلامي امارت د تمیز پخواني رئیس او په سعودي عربستان او پاکستان کې د اسلامي امارت پخواني سفیر ښاغلي مولوي شهاب الدین دلاور، د استخباراتو لوی ریاست سرپرست ښاغلي عبدالحق وثیق ، یو شمېردرنو مېلمنو او د وزارت چارواکو ګډون کړی و.

غونډه دعظیم الشان قرآن د څومبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه.

ورپسې ښاغلي مولوي شها ب الدین دلاور هر اړخیزه علمي وینا واوروله وې ویل: شکر الحمد الله، چې پس له شلو کلونو شل کلن اشغال او بربریت، چې په دې ملک را غلی و، تېر شو. دا زموږ د شهیدانو او د ملت د همکاریو پایله وه، چې د ټول ملک اختیار د افغانانو په لاس کې دی. دا د الله (ج) شکر دی، چې پر موږ خپل عالم، حافظُ ، قاري او با دیانته شخصیتونه، چې له الله (ج) څخه وېره لري مقرر شول، له دوی سره به یوازې د خدمت کولو فکروي، نه دغلا، فساد اوچور فکر، ځکه، چې دوی دنده یو دروند امانت بولي.

ښاغلی دلاور دغه راز د اشغال دوران او له امله یې په ټولنه کې راز راز ستونزو ته هم اشاره وکړه، وې ویل: چې اوسني وزیران د هېواد صادق بچیان دي، د هېواد لپاره به صادقانه کارکوي له کارکوونکو یې وغوښتل، چې له خپل آمر څخه اطاعت وکړي.

دغه راز د ا.ا.ا استخباراتو سرپرست ښاغلي عبدالحق وثیق هم پخپلو خبروکې وویل: چې دا هېواد زموږ خپل هېواد دی موږ به یې جوړوو له پردیو څخه باید دا تمه ونه لرو چې هېواد به را جوړ کړي.

همدارنګه یې ښاغلی مولوي نورالله نوري له اخلاص، صداقت او امانتدارۍ څخه برخمن شخص وباله نوموړي ته یې خپل ولس ته د خدمت په لار کې د بریا غوښتنه وکړه.

وروسته د سرحدونواوقبایلو چارو وزارت نوي سرپرست ښاغلي ملا نورالله نوري پخپلو خبروکې منصب اوچوکۍ هدف او امتیاز نه ، بلکې زمه واري، امانت او مسئولیت وباله وې ویل: چې په دې دنیا اوهم د حشر په ورځ ددغې منصب پوښتنه شته دی. یوازې دې عدل او انصاف خلاصولی شي موږ باید دغه زمه واري چې خلک له موږ څخه څه غواړي ترسره کړو. تینګاریې وکړ چې افغانستان زموږ مشترک کوردی ټول کارونه به یوځای کوو، په ګډه یې د ستونزو په حل ټینګار وکړ.

د یادولووړ ده چې ښاغلی ملا نورالله نوري لومړنۍ اولوړې زده کړې په هېواد کې د ننه ترسره کړې دي ، سیاسي ژوند یې د حرکت انقلاب اسلامي تنظیم کې د پخواني شوروي د یرغل پروړاندې عملا پیل کړې دی. وروسته نوري صاحب د افغانستان له اسلامي امارت سره یوځای شو. د کابل د لومړۍ ځل فتحې د مخه په خوست کې د امنیه قوماندانۍ مرستیال، د لغمان، بغلان اوبلخ ولایتونود والي اود شمال زون د تنظیمه رئیس په توګه دنده ترسره کړې ده. نوري صاحب ۱۳کاله اوڅومیاشتې د ګوانټاناموزندان کې بندي و.له هغه زندان څخه له خوشې کېدو وروسته د افغانستان د اسلامي آمارت د سیاسي دفتر، رهبري شورا اود امریکا له متحده ایالاتوسره د مذاکراتي ټیم غړی پاتې شوی اوپه افغانستان کې د شل کلن اشغال په پای ته رسېدوسره د افغانستان د اسلامي امارت د نوې کابېنې په اعلان سره د سرحدونواوقبایلوچارو وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو.

له څښتن تعالی څخه ورته د بریا غوښتنه کوو

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

حل منازعه 5 ساله در بلخ

 شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت بلخ، با همکاری بزرگان محلی و مصلین منازعه پنج ساله میان یک خانواده از فیض آباد ولایت جوزجان و خانواده دیگر از قریه. . .

BACK TO NEWS

User account menu