د ننګرهار له بېلابېلو قومي مشرانو سره ليدنه!

mobta-af
Thu, Oct 08 2020 8:57 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزير ښاغلي محب الله صميم نن ماښام د ننګرهار د شينوارو، مومندو او خوګياڼو له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل.

په دې کتنه کې قومي مشرانو الحاج جهانزیب مومند، وکیل صاحب عصمت الله خان او حاجي مسلم خوګياني د سرحدونو او قبايلو چارو د سرپرست او نوماند وزير په توګه د ښاغلي محب الله صميم انتخاب غوره او پرځای اقدام وباله او د سولې او ملي يووالي په ټينګښت کې يې د وزارت هلې ځلې وستایلې او له وزارت سره يې د قومونو او قبایلو په انسجام او نورو برخو کې د هر ډول همکاريو ډاډ ورکړ.

ورپسې ښاغلي صميم د دوې له ملي احساس او همکاريو څخه د مننې په ترڅ کې وزارت د ټولو قومونو او قبایلو ګډ کور وباله زياته يې کړه قومي او قبايلي مشران د خپلو قومي ظرفيتونو او نفوذ څخه په استفادې سره کولای شي د سولې او ملي يووالي په ټينګښت، د قومونو د انسجام او د نظام د ساتنې په لار کې مهم رول ولوبوي.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu