د بایزید روښان د لوړو زده کړو مؤسسې له بنسټګر او د بېلابېلو ولایتونو له قومي مشرانو سره کتنه!

mobta-af
Sun, Oct 04 2020 8:58 AM
mobta

 

د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن شنبې د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې میاشتې پر ۱۲ مه نېټه د بایزید روښان د لوړو زده کړو مؤسسې له بنسټګر ښاغلي میرزا محمد صافي، قومي مشر ښاغلي غفورخان، ښاغلي پاچا امین او ملګرو سره یې د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې ښاغلي صافي د بایزید روښان د لوړو زده کړو مؤسسې د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او راغلو قومي مشرانو خپلې یو لړسیمه ییزې ستونزې د حل په موخه شریکې کړې.

همدا راز نوموړو د موجوده نظام څخه خپل بشپړ ملاتړ څرګند او له وزارت سره یې د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم په خپلو خبرو کې د راغلو مېلمنو څخه مننه وکړه او د قومي مشرانو سره یې د چارو په مخته وړلو او ستونزو هوارولو کې په بشپړې همغږۍ او سلامشورو ټینګار وکړ.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu