د معلوماتي ټکنالوژۍ له ریاست او د وزارت له ښځینه کارکوونکو سره کتنه!

mobta-af
Sun, Oct 04 2020 8:52 AM
mobta

 

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیرښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې د روان لمریز کال د تلې میاشتې پر ۱۲ مه نېټه د وزارت د معلوماتي ټکنالوژئ له ریاست او د وزارت له ښځینه کارکوونکو سره د کنفرانسونو په تالارکې وکتل.

په دې کتنه کې لومړۍ د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس د ټکنالوژۍ د ارزښت په رڼا کې د دغه ریاست د کړنو او راتلونکو پلانونو په اړه څرګندونې وکړې او یو لړ تخنیکي ستونزې یې د حل په موخه شریکې کړې.

همدا راز د وزارت د ښځو د ملاتړ واحد هم په وزارت کې ددغه واحد او په مجموع کې د وزارت د ښځینه کارکوونکو فعالیتونه او پلانونه په ډاګه کړل، ستونزې اوغوښتنې يې شریکې کړې.mobta

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم د یادو کارکوونکو د کړنو او فعالیتونو څخه خوښي څرګنده کړه او د دوی ستونزې یې پر ځای وبللې وې ویل: د ښځینه کارکوونکو لپاره به راتلونکي کې کاري اسانتیاوې رامنځته کړو، د ظرفیت لوړولو برخو کې به ورته ورکشاپونه، سیمینارونه او د زده کړې پروګرامونه په لار واچول شي، ترڅو کاري وړتیاوې یې لوړې شي.

همدا راز ښاغلي محب الله صمیم ژمنه وکړه، چې د وزارت په چوکاټ کې به د ښځو ګمارنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu