له علمي شخصیتونو او قومي مشرانو سره کتنه!

mobta-af
Sun, Sep 20 2020 3:34 PM
mobta

 

د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې د خپل کار په دفتر کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ له علمي فرهنګي شخصیتونو، او د بغلان ولایت له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره وکتل.

په دې کتنه، چې د وزارت مسلکي معین ښاغلی ډاکټر فریدون بارکزی، مالي او اداري معین ښاغلی شجاع الملک جلاله خان او د سرحدي څېړنو معین ښاغلی ډاکټر محمد اصف قاضیزاده، د بشري زېرمو رئيس ښاغلی محمد یاسین پکتین او د تحقیق او مطالعاتو رئيس ښاغلی جاوید احمد وفا هم حاضروو، یادو استادانو او قومي مشرانو محترم صمیم صاحب ته د مبارکي څرګندولو په ترڅ کې له وزارت سره د خپلو هراړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ او د عزت پګړۍ یې ورپه سر کړه.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم ددغو علمي شخصیتونو او قومي مشرانو له راتګ څخه مننه وکړوې ویل: هڅه به مو دا وي چې په ګډه کار وکړو، د افغانستان د ټولو قومي مشرانو او مخورو سلامشورې واورو، د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د مشرانو سره له نږدې وګور او ستونزې هوارې کړو، دا زموږ دنده ده، چې ستونزې له اړوندو مقاماتو سره شریکې کړو.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu