د خلکو ستونزو هوارولو ته به لومړیتوب ورکړو!

mobta-af
Sat, Sep 19 2020 10:08 AM
mobta

دغه خبره د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن پنجشنبې د ۱۳۹۹ لمریز کال د وږي میاشتې پر ۲۷ مه نېټه د هلمند ولایت د خلکو له استازي ښاغلي میرویس خادم او په اسلامي کنفرانس کې د افغانستان له سفیر ښاغلي ډاکټر محمد شفیق صمیم سره د کتنې په ترڅ کې څرګنده کړه.

په یاده کتنه کې راغلو مشرانو ښاغلي محب الله صمیم ته د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د سرپرست او نوماند وزیر په توګه د ټاکل کېدو له امله د مبارکي وویله.

همداراز دواړو لورو په هېواد کې د سولې د ټینګښت، د قومونو په انسجام، د موجوده نظام په ملاتړ، د قومي مشرانو او دیني عالمانو سره په سلامشور او په یو لړ نورو ملي مسایلو بحث او خبرې وکړې او په دې برخو کې یې په ګډو هلو ځلو ټینګار وکړ.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu