د ملي مصالحې د عالي شورا د مقام د دفتر له رئيس سره کتنه!

mobta-af
Thu, Sep 17 2020 8:50 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې وروسته د ۱۳۹۹ لمریز کال د ملي مصالحي د عالي شورا د مقام د دفتر له رئيس ښاغلي عبدالقهار او سلاکارانو سره یې د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې راغلو چارواکو ښاغلي محب الله صمیم ته د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د سرپرست او نوماند وزیر په توګه د ټاکل کېدو له امله مبارکي وویله او نوموړې یې د یاد وزارت لپاره وړ اومجرب شخص یاد کړ.

ښاغلي قهار په دوحه کې د سولې په برخه کې د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات له ښاغلي محب الله صمیم سره شریک کړل.

همدا راز دواړو لورو په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټینګښت، د قومونو په انسجام او په یو لړ نورو مهمو مسایلو بحث او خبرې وکړې.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu