له قومي او جهادي مشرانو سره ناسته!

mobta-af
Wed, Sep 16 2020 3:12 PM
mobta
 
د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن چهارشنبې د ۱۳۹۹ لمریز کال د وږي میاشتې پر ۲۶ مه نېټه د افغانستان د متحد اسلامي ګوند له مشرانو ښاغلي هدایت الله، الحاج محمد صدیق عزیز، انجینر صاحب خان، محمد رضا معصومي، امین الله حکمت، بلال خان او جنرال ظاهر قادري سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې چې د وزارت مالي او اداري معین ښاغلی شجاع الملک جلاله خان او د سرحدي څېړنو معین ښاغلی ډاکټر محمد آصف قاضیزاده هم حاضر وو، راغلو مشرانو د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر په توګه د ښاغلي محب الله صمیم ته د ټاکل کېدو له امله د مبارکۍ ویلو په ترڅ کې د قومونو په انسجام، د سولې په ټینګښت، د فرهنګي او کلتوري اړیکو د پیاوړیتا په برخه کې د خپلو هکماریو ډاډ ورکړ او د موجوده نظام څخه یې خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړ.
ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم د یادو مشرانو له راتګ څخه خوښي څرګنده کړه وې ویل: چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت دروازې تل ستاسو درنو مشرانو پر مخ پرانېستې دي او کومې ستونزې چې شتون لريٍ هغه به موږ د دولت د لوړپوړ چاراکو پورې ورسوو، ترڅو ورته د حل لارې چارې پیدا کړو.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu