د بېلابېلو ولایتونو له قومي مشرانو، دیني عالمانو، مخورو، ځوانانو او د ملي اردو له افسرانو سره کتنه!

mobta-af
Wed, Sep 16 2020 3:10 PM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن چهارشنبې د ۱۳۹۹ لمریز کال د وږي میاشتې پر ۲۶ مه نېټه د هېواد د بېلابېلو ولایتونو له قومي مشرانو، دیني عالمانو، مخورو، ځوانانو او د ملي اردو له افسرانو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې، چې د وزارت مالي او اداري معین ښاغلی شجاع الملک جلاله خان او د سرحدي څېړنو معین ښاغلی ډاکټر محمد آصف قاضي زاده هم حاضر وو، راغلو مشرانو د خپلو یو لړ سیمه ییزو ستونزو شریکولو ترڅنګ د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر د ټاکل کېدو له امله ښاغلي محب الله صمیم ته مبارکي وویله او په چارو کې ورته د بریاوو هیله وکړه.

همدا راز نوموړو له نظام څخه د ملاتړ څرګندولو په ترڅ کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سره د خپلو همکاریو ډاډ ورکړ او ښاغلي محب الله صمیم ته یې د عزت پګړۍ ورپه سرکړه.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم په خپلو خبرو کې د راغلو قومي مشرانو او د ملي اردو له افسرانو څخه مننه وکړه او د چارو په مخ ته وړلو کې یې د قومي مشرانو سره په سلامشورو ټینګار وکړ وې ویل: زه پردې ویاړم چې یو ځل بیا موقع برابره شوه، چې ستاسو په شان درنو مشرانو سره د هېواد په ملي مسایلو بحث او خبرې کوم او هیله لرم، چې تر خپله وسه پورې د افغانستان د مېشتو درنو قومونو د ستونزو په هوارولو کې برخه واخلم او ستاسو درنو مشرانو څخه مې غوښتنه داده، چې له ماسره د چارو پر مخ بیولو کې هر اړخیزه همکاري وکړئ.

د یو بل خبر له مخې د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم د چارو د بهبود په موخه د مقام دفتر ریاست له بېلالو څانګو څخه لیدنه وکړه او د چارو بهیر یې له نږدې وکتو همدا راز یې اړوند کارکوونکو ته د چارو د لا بهبود په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu