د چارو په همغږۍ او موخو ته په رسېدو ټینګار!

mobta-af
Wed, Sep 16 2020 3:09 PM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سر پرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم په مشرۍ او د وزارت د معینانو، سلاکارانو او ریسانو په ګډون نن چهارشنبه د ۱۳۹۹ لمریز کال د وږي پر۲۶ نېټه اداري مجلس جوړ شو، چې په همغږۍ او موخو ته په رسېدو ټینګار وشو.

په پیل کې د مجلس ګډونوالو ښاغلي محب الله صمیم ته ځانونه او مسوولیتونه وروپېژندل، ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو ښاغلي سر پرست او نوماند وزیر د خپلو لنډو خبرو په ترڅ کې وویل:موخه مالومه ده، افغانستان زموږ د ټولو شریک کور دي، د همدې موخو له پاره به سره شریک کار کوو.کله چې موخه هېواد، ارزښتونه او ملي ګټې پالنه وي هلته په اسانۍ سره موخوته رسیدلی شئ.ددې موخو د لاسته راوړلو له پاره مو ډېره موده کار کړی او مخ ته به ځو،چې څومره ښه کاروکړو او له فرصت څخه مو استفاده وکړه.الله (ج) به هم خوشحاله وي ولس به هم او خپل مسولیت به مو هم ترسره کړی وي. دغه رازیې د وزارت اړوند ادارو مسولینو ته د ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ.

ورپسې مسلکي معین ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي د پرمختیايي پروژو او پرمختیايي بودجې د لګښت، مالي او اداري معین ښاغلي شجاع الملک جلاله خان د وزارت د مرکز او ولایتونو د تشکیلاتو او د سرحدې څېړنو معین ښاغلی ډاکټر محمد اصف قاضیزاده ددغه معینیت د کړنو په اړه خپل معلومات شریک کړل.

د غونډې په دوام د د پلان او پالیسۍ رئیس د وزارت اړوند پراختیایي پروژو د کار د پرمختګ ، مالي او حسابي رئیس د عادي او پراختیایي بودجو د ارقامو او لګښت د څرنګوالي په اړه مالومات وړاندې کړل.

همداراز په دې مجلس کې په یولړنورومهموموضوعاتوهم بحث وشواولازم تصمیمونه ونېول شول.

په پای کې ښاغلي صمیم پر وخت او له پلان سره سم د مالي کال تر پایه پورې د پراختیایي بودجې پر لګښت او صفر کولو او د میلمنو د عزت دارۍ او ښې میلمه پالنې له پاره د وزارت د اړوند میلمستونو د وضعیت په لاښه والي او امکاناتو برابرولو ټینګار وکړ.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu