له بېلابېلو قومي مشرانو او مخورو سره کتنه!

mobta-af
Tue, Sep 15 2020 2:45 PM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن سه شنبې د ۱۳۹۹ لمریز کال د وږي میاشتې پر ۲۵ مه نېټه د بېلابېلو قومي مشرانو، مخورو او ځوانانو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې، چې د وزارت مرستیالان هم حاضر و، راغلو قومي مشرانو او مخورو ښاغلي محب الله صمیم ته د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د سرپرست او نوماند وزیر په توګه د ټاکل کېدو له امله د مبارکي ویلو ترڅنګ یې د موجوده نظام څخه بشپړ ملاتړ څرګند او په چارو کې یې ورته د بریاوو هیله وکړ.

همدا راز نوموړو ښاغلی صمیم یاد وزارت ته وړ او تجربه کاره شخص وباله او د عزت پګړې یې ورپه سر کړه.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم د یادو قومي مشرانو او مخورو له راتګ څخه مننه وکړه وې ویل: چې د ولس لپاره خدمت کول ویاړ ګڼم او تل به د دې دردېدلي ولس په چوپړ کې یم.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu